اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د روزګار موقعې پېدا كول او برآمدات زياتول د حك??مت ترجيح ده٬ د پاكستان د انفراسټركچر ضروريات پوره كولو لپاره د ځانګړې سرمايه كارې ضرورت دے٬ د لويو لارو او توان ضروريات پوره كولو لپاره نجي څا??ګه شريكه كړې شوې۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د اے ډي بي تر سيوري لاندې فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د انفراسټركچر په پروژو كښې سرمايه كاري يو لوي چېلنج دے٬ په دې څا??ګه كښې د سرمايه كارې ګېپ د جي ډي پي د 5 نه تر 7 فيصده مساوي دے۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د توان په څا??ګه كښې نجي سرمايه كاري شوې٬ په انفراسټركچر كښې هم د سرمايه كارې ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د هاؤسنګ او اوبو پشان مسئلې حل ك??ل ضروري دي او د انفراسټركچر تعمير لپا??ه صوبې زيات صلاحيت لري
د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د اے ډي بي ترسيوري لاندې فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ