اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په ګډه د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابله پېل كړې ده په كومه كښې به چې د بېلټ اېڼد روډ انېشي اېټو (بي آر آئي) لاندې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه شوې پېشرفت په ډاګه كولې شي۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د ګرد هېواد په كچه د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو پراجېكټس فوټو ګرافۍ مقابلې انتظاماتو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د پاكستا?? چائنا انسټي ټيوټ مشر مصطفي سيد په شمول اېګزېکټو ډائرېكټر جنرل / پرنسپل انفارمیشن آفیسر (پی آئی او) محمد عاصم کھچی، ډائرېکټر جنرل اېکسټرنل پبلسټی ??نګ محترمه عنبرین جان، ډپټی ډائرېکټر جنرل پی آئی ډی رئیسه عادل او د اطلاعات وزارت او دې سره د اړوندو څانګو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر د فوټو ګرافۍ مقابلې په پېل كولو او د دې وړاندېز په وركولو د پاکستا?? چائنه انسټیټیوټ د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به د سی پېک او بی آر آئی منصوبې په ډاګه شي او دا به د دوه اړخيزه اړيكو له پياوړتيا كښې مرستياله هم ثابت شي۔ ده پاکستا?? چائنا انسټیټیوټ ته هرې ممكنه مرستې باور وركړو او د وزارت ټولو اړوندو برخو پی ټی ??ی، ریډیو پاکستان، اے پی پی، پی آئی ډی، ای پی ونګ، آئی پی ونګ، ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا پبلی کېشنز او نورو ته يۍ هدايت وكړو چې هغه په خپل ملټی ??یډیا پلېټ فارمزد دې عكسي مقابلې كاميابولو له هره ممكنه مرسته وكړي۔ د پاکستا?? چائنه انسټیټیوټ مشر مصطفي سيد غونډې ته د عكسي مقابلې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ټائم لائن لمخې د “انفراسټرکچر اېنډ ډویل??من??، پیپلز اېنډ سټوریز او انوائرمنټل امپېکټ“ په کیټیګریز د پاکستان سی پېک او بی آر آئی منصوبو سره اړوند عكسونه تر 7 اكتوبر جمع كېدې شي۔ د مقابلې د ګټونكو اعلان به په 10 اكتوبر كولې شي۔ د انعامونو وېش دستوره به په 12 اكتوبر كولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې پاکستا?? چائنا انسټی ??یوټ يو غېر سركاري او سياسي تھنک ټېنک دے كوم چې د پاكستان او چين د اولس ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ د پاکستا?? چائنا انسټیټیوټ ایوارډز ګټونكو لپاره به د چين دورې اهتمام هم كولې شي۔
د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په مرسته د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابلې پېل٬ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې د انتظاماتو جاج واخستې شو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی