اسلام آباد۔1جون(اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي د پاكستان په آئين كښې د مذهبي آزادۍ او د بنيادي بشري حقونو ضمانت وركړې شوې دې ٬ شخصي آزادي د هر يو انسان بنيادي حق دې٬ كه بنيادي بشري حقونه او آزادي لمينځه ځي نو اولس پرېشانه او چاپېريال ځپلې كېږي٬ ملي پرمختګ او غېر ملكي سرمايه كارۍ ته زيان رسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامك پوهنتون ترسېوري لاندې د اسلامي تنوع او جامعيت په سرخط كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ سپیکر ووئيل پاكستان هغه هېواد دې د كوم اولس چې زياته مينه كوؤنكې دې٬ د بهر هېواد نه چې څوك هم راځي هغه د پاكستان د كلتور او مېلمستيا نه متاثره كېږي٬ په پاكستان كښې بېلو مذهبونو او نظرياتو سره تعلق لرونكي خلك ژوند كوي۔ سپیکر ووئيل په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو منونكي د يو بل احترام كولو سره سولييز ژوند تېروي ٬ د دې يو ژوندې مثال اوس هم موجود دې۔ زمونږ ددې دستورې كوربنه د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې آسيه ناصر تعلق د پاكستان مذهبي سياسي ګوند جمعيت علماﺀ اسلام سره دې حال دا دې چې دا د حضرت عيسی علېه السلام په دين ده۔ دې څخه تاسو اندازه لګولې شۍ چې مثبت سوچ لرونكي خپل خپل مذهب سره تعلق لرلو سره څنګه يو بل سره په ګډه كار كوي۔ د پاكستان د بېرغ رنګ شين او سپين دے ٬ شين رنګ ددې عكاسي كوي چې د پاكستان د زياتره او غالب وګړو تعلق اسلام سره دې ٬ د پاكستاني بېرغ سپين رنګ د امن او ورورولۍ علامت دې٬ سپين رنګ پاكستان كښې د ژوند كوؤنكو اقليتي طبقو نمائندګي كوي۔ ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ مسيحي غړي د قائد اعظم محمد علي جناح په وېنا د پاكستان په حق كښې ووټ كارولې وو۔ پاكستانې حكومت او پاكستان اولس په دې تاريخي مرسته مسيحي ورورولۍ ته د عزت په نظر ګوري۔ ده ووئيل د پاكستان د آئين جوړونكي ذوالفقار علي بھټو شهيد بنيادي بشري حقونو او آزادو ته آئيني تحفظ وركړې دې۔ ده ووئيل زمونږ آئين دهېواد د پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او د اقليتونو د حقونو محافظ دې۔ مونږ له به په ګډه پاكستان ته ترقي وركول وي۔ مونږ له به پاكستان د امن او سلامتيا مركز جوړول وي۔ سپیکر ووئيل هيله لرؤ چې اېف او آر بي او اداره تحقيقات اسلامي به په هېواد كښې امن ٬ سكون او همغږي رامخې ته كولو له خپلې هڅې دوامدارې ساتي
د پاكستان په آئين كښې د مذهبي آزادۍ او د بنيادي بشري حقونو ضمانت وركړې شوې دې٬ د قومي اسمبلۍ كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن