اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ تارړ وئيلي دي د نا اهلو او د نالائقو ټولګے په هېواد كښې اړے ګړے خپرول غواړي٬ په ممنوعه فنډنګ کېس كښې به د قانون له مخې كاروائي كېږي٬ د سپريم كورټ پرېكړې له مخې د عمران خان د نامزدګۍ كاغذونه مسترد كېدل پكار دي٬ د فواد چوهدري د شهباز ګل پحقله پرېس كنفرنس د تضادات مجموعه وه۔ د شورو په ورځ پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاكستان كښې هر سياسي ګوند د آئين له مخې رجسټرډ شوے دے٬ د دې ځينې تقاضې ترسره كول وي٬ د فنډنګ دستاوېزات په ليدلو مې دا باور راغلے چې د ممنوعه فنډنګ معامله ساده نه ده٬ بهر هېوادونو څخه عطيات اخستې شوي٬ ځېنې مقاصدو لپاره بهر څخه فنډنګ كولې شي٬ ھغوي دا ګڼي چې كله دا ګوند په اقتدار كښې راشي نو زمونږ د مفادات به خيال ساتي٬ ده ووئېل هن او٬ يهوديانو د پاكستان يو سياسي ګوند ته فنډنګ ولې كړے٬ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خواري كښ بېلا بېلو سياسي ګوندونو ته فنډز وركوي خو٬ ده ووئېل د امريکې او هندي نژاد وګړو دا باور ٶ چې دا ګوند په هېواد دښمنه اېجنډا عمل كولے شي٬ د هېواد ژرړې پرې كولې شي٬ دا وجه كېدې شي٬ يواځې د پي ټي آئي د لارې ئې ناوړه عزائم ترسره كول غوښتل٬ د ممنوعه فنډنګ په معامله به قانوني كاروائي كېږي٬ ۔ خاص مرستيال ووئيل په چا هم تشدد پكار نه دے نواز شريف، شهباز شريف، مريم نواز او د رانا ثناء الله پشمول د مسلم ليګ (ن) په نورو مشرانو چې كله تشدد كېدلو نو ھغه وخت د زندان د يو افسر تبادله نه وه شوې٬ يو نازولے چا چې هېواد دښمنه بيان وركړے ھغه لپاره په يوه شپه كښې ټوله انتظاميه بدله كړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان او د ھغه كورودانې د القادر يونيورسټۍ په ټرسټ كښې ټرسټي دي٬ هغه په خپلو كاغذونو كښې دا نه دي ډكلېئر كړي٬ جهانګير ترين په يو ټرسټ نه ډکليئر كولو نااهل ګرځولے شوے٬ د سپريم كورټ د پرېكړې له مخئ د عمران خان د نامزدګۍ كاغذونه مسترد كېدل پكار دي ځكه چې ھغه كرپشن كړے ۔ ده ووئېل بهر هېوادونو څخه ئې فنډز اخستې٬ القادر ټرسټ او وراثتي زمكه ئې پټه ساتلې ٬ بلخوا نواز شريف د خپل زوي نه په تنخا نه اخستو نااهل كړے شوے ۔ ده ووئيل عمران خان آئي اېم اېف سره لوظنامه ماته كړې٬ ھغه هېڅ پرمختيائي كار نه دے كړے
په ممنوعه فنډنګ کېس كښې به د قانون له مخې كاروائي كېږي٬ د عمران خان د نامزدګۍ كاغذونه مسترد كېدل پكار دي۔ د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : گرم گرم