اسلام آباد 11 اپرېل(اے پی پی)نوې ټاكلې شوي و??ير??عظم شهباز شريف وئېلي دي چې د پارليمان قامي سلامتيا كمېټۍ كښې به د وسله والو ځواكونو مشران او ډي جي آئي اېس آئي په موجودګۍ كښې به د خط په معامله ان كيمره بريفنګ وركولې شي۔كه په دې معامله كښې زمونږ د ككړ كېدو ثبوت ترلاسه شو نو ټول ګواه كولو سره وائيم چې د خپلې چوكۍ څخه به استعفٰی وركوم٬د برتانيې٬امريكې ا?? اروپائي ائتلاف سره تجارت او اقتصادي اړيكې لرو٬مونږ د هند سره د ښه اړيكو خوښي لرو خو د كشمير مسئلې تر حل كېدو سيمه كښې ا??ن نشي راتللې٬جمهوريت او معيشت مخ په وړاندې بوتللو لپاره د ډېډ لاك په ځاې ډائيلاګ او د مخاصمت په ځاې به مفاهمت څخه كار اخستل وي۔پېشنرز له به سمدستي رېليف وركولو لپاره سول او آرمي پنشرز په پنشن كښې د يكم آپرېل څخه 10 فيصده اضافه كولې شي او نجي څانګه دې هم تر يو لاك تنخا ترلاسه كونكو خپلو ملازمي??و په تنخاګانو كښې لس فيصده اضافه وكړي٬د پاكستان خادم په حېث به د څلورو واړو صوبو سره په ګډه مخ په وړاندې ځم او ټول هېواد به يو ډول پرمختګ په لاره روانولې شي٬زده كونكو له به لېپ ټاپ وركولې شي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د و??ير??عظم ټاكل كېدو نه پس په خپل وړومبي خطاب كښې و??ير??عظم ميا شهباز شريف ووئيل چې لويې څښتن چې څومره هم مننه وكړو كمه ده۔دا په تاريخ كښې يوه وړومبۍ موقع ده چې عدم اعتماد تحريك كامياب شو۔د حق ګټه وشوه او باطل ته ماتې۔نن ورځ د ټول قام لپاره لويه ورځ ده چې دې ا??وان د آئين او قانون د لارې يو و??ير??عظم ته د كور لار وښودله۔د دې نه زياته بله كومه خوشحالي څه كېدې شي چې نن د روپۍ قدر د ډالر په مقابله كښې زيات شوې۔ډالر اته روپۍ لاندې راغلې دا د لوے څښتن فضل او 22 كروړه اولس په دې ا??وان د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل سپريم كورټ آئين شكني كالعدم ګرځولو سره او نظريه ضرورت عمر له په ختمولو مونږ د سترې محكمې مننه كوو۔په كومه ورځ چې سترې محكمې پريكړه كړې بايد په هغه ورځ د آئين د سرلوړۍ ورځ لمانځلې شوې وې۔ده ووئيل تېرې يوې ا??نۍ راهيسې په ايوان كښې ا?? د ايوان څخه بهر دروغ وئېل كېدل٬دا نه ده معلومه چې څه خط راغلې٬نن هم ډپټي سپيكر خط پورته كړې و او د قامي اسمبلۍ سېكرټري ته يې وئېلي دي چې د مخالفې ډلې مشر ته اوښائي خو تراوسه ما دغه خط نه دې ليدلې۔ده ووئيل په دې حقله به اوس هر څه په ډاګه شي۔ده ووئيل زما د آصف علي زرداري او بلاول بھټو زرداري سره په دې حقله ملاقات د 8 مارچ څخه څو ورځې وړاندې شوې٬د مسلم ليګ(ن)مجلس عامله په غونډه كښې پريكړه شوې ا?? پيپلز ګوند هم په خپله غوڼډه كښې پريكړه كړی او بيا په پي ډي اېم كښې دا معامله پورته كړه او پريكړه وشوه چې دا قرارداد به جمع كوو۔ده ووئيل زمونږ پريكړې د دې څخه ډېرې وړاندې شوې وې٬ټول قام او د دې ا??وان يو يو غړي ته حق ترلاسه دې چې حقائق څخه خبر شي دغسې چې دا بحث عمر له ختم شي۔ده ووئيل د يو ټاكلې شوي و??ير??عظم په حېث دا وائيم چې د پارليمان قامي سلامتيا كمېټۍ كښې به د ډي جي آئي اېس آئي او وسله والو ځواكو??و په موجودګۍ كښې ا?? كيمره بريفنګ وركولې شي۔ده ووئيل زه خپل قائد ميا محمد شهباز شريف ته سلام كوم ده د ټولو اتحادي ګوندونو غړو او لارښودو مننه وكړه۔ده د هېواد د وكيلانو ورورولۍ٬سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن هم مننه وكړه۔ده ووئيل په دې هلو ځلو كښې دوي زمونږ سره شامل و۔ده ووئيل ما څو ځله وئېلې چې د قرض ژوند هېڅ ژوند نه دې٬ژوند هغه دې چې په خپله مزدوري كولو سره رزق ترلاسه شي۔كه مونږ له ژوندي پاتې كېدل وي نو د يو وقار لرونكي او خپلواكه قام پشان به پاتې كېږو۔د دې نه بغېر مونږ خپل مقام نه شو ترلاسه كولې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې زمونږ په وګړو ګڼې مقدمې جوړی شوې وې٬دا په هغه دور كښې شوي كله چې نوې پاكستان جوړېدو او انصاف وركړې كېدو۔ده ووئيل نه څوك غدار دے او نه څوك غدار و۔ده ووئيل د معيشت صورتحال خراب شوې٬د ډالر قدر په كمېدو كښې زمونږ د سياسي مشرانو هلې ځلې شامل دي۔ده بلاول بهټو زرداري٬خالد مګسي٬امير حېدر هوتي٬محسن داوړ٬اختر مينګل٬شازين بكټي٬مولانا اصغر محمود ته مخاطب كېدو سره ووئيل چې مونږ ټولو له به په ګډه هېواد د دې مسئلو څخه ويستل وي۔ده ووئيل كه لوے څښتن وغوښتله ??و په زړه پورې هلو ځلو سره به صورتحال ښه شي۔شهباز شريف ووئيل په دې ا??وان كښې پخوانې و??ير??عظم زما په ځاې و او زه د مخالفې ډلې مشر په چوكۍ ووم٬ما د ميثاق معيشت وړاندېز كړې و خو په هغې چا عمل ونه كړو نو ځكه د معيشت داسې حالات رامخې ته شول۔ده ووئيل كه هغوي د پاكستانيت جزبه لرلې نو نن به دا حالت نه وې۔ده ووئيل په دې مهال هېڅ ډول پرمختيائي كار نه دې شوې٬په مجموعي توګه پاكستان تر 2018 د 25 ارب روپۍ قرض اخستې٬د عمران خان حكومت په خپل دور كښې 20 زره اربه روپۍ اضافه كړې۔ده ووئيل د زرمبادله پانګې 500 ملين ډالر كمې شوي دي٬مونږ به چين او غنم ايكسپورټ كول اوس هغه مونږ امپورټ كوو۔ده ووئيل مونږ په هېواد كښې د پرمختګ يو نوې دور پېل كولو٬د كورندګرو خواري كښو ستونزې به لرې كوو۔ده وئيل په 1974 كښې د پاكستان د اتومي پروګرام بنياد شهيد ذوالفقار علي بهټو اېښودلې و او ميا محمد نواز شريف د ټولو فشارونو باوجود هغه مخ په وړاندې بوتللو۔ده ووئيل د پاكستان ګټې عمر له ناقابل تسخير جوړې كړې شوي٬مونږ په تېر وخت كښې په ګډه 18م بدلون وكړو چې ورسره صوبو ته حق ترلاسه شو٬مونږ نوې اېن اېف سي ايوارډ وركړو۔ده ووئيل مونږ ټول به په ګډه انتخابي اصلاحات منظوروو۔د سي پیك ترمخه به 30 ارب ډالر سرمايه كاري راوړو۔ده ووئيل مونږ په تېر وخت كښې د تيارو ختمولو لپاره د برېښنا كارخانې لګولي٬په پخواني پاكستان به چيني او غنم ايكسپورټ كېدل٬د نواز شريف په دور كښې به په روغتونونو كښې وړيا درملنه كېده۔۔ده ووئيل لوے څښتن دې سرمايه كارو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو همت وركړي۔سرمايه كارۍ كولو لپاره به پاكستان يو غوره هېواد جوړولې شي۔ده ووئيل د ټول پاكستان په بازارونو او كوڅو كښې به د رمضان پیكج په نامه په ارزانه بيعه وړه وركولې شي۔ده ووئيل دا ايوان د وفاق پاكستان علامت دے۔پنجاب مشر ورور دے خو پنجاب پاكستان نه دې۔پاكستان٬سندھ بلوچستان او كے پي كے هم دے۔ده ووئيل بېنظيرانكم سپورټ پروګرام به بيا پېل كولې شي۔ده ووئيل په خارجه محاذ مونږ ناكامو سره مخ شوي يو۔ملګرو مونږ پرېښودلې يو٬چين عمر له د پاكستان م??ګر??يا كړې۔دغه م??ګر??يا د دواړو هېوادونو د اولس په زړونو كښې ده۔ده ووئيل داسې څه كار شو و چې زمونږ ملګري زمونږ څخه پاتې شوي۔زه باور وركوم چې دا م??ګر??يا به عمر له قائم وي۔سعودي عرب زمونږ پخوانې ملګرې دې٬پاكستان د هند د پنځه چاود??و په مقابله كښې 6 اتومي چاودنې كړي نو هغه وخت سعودي عرب مونږ له باور راكړې و چې هېڅ فكر ونه كړئ مونږ به ستاسو د تېلو حاجت پوره كوو۔د دې نه پس د پخواني خارجه وزير دا بيان د افسوس وړ دې چې د كشمير په حقله خبرې اترې به مونږ د سعودي عرب نه بغېر كوو۔ده ووئيل مونږ د سعودي عرب د فرمانروا او ولي عه?? په خاص توګه مننه كوو۔ده وئويل تركيې د كشمير په موقف عمر له زمونږ حمايت كړې۔دغسې متحده عرب امارات٬قطر٬كويت٬اومان پشمول ټولو خيلجي او مينځني ختيز هېوادونو سره به اړيكو ته پراختيا وركوم۔د ايران سره هم تجارتي او سفارتي اړيكې ښه كولې شي۔ده ووئيل د امريكې سره تاريخي اړيكې لرو٬په دې كښې لاندې باندې راځي٬مونږ به د يو والي په كچه امريكې سره اړيكې مخ په وړاندې بوځو۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډې هېواد دے هلته اولس د ستونزو سره مخ دې۔مونږ له به يو موټې كېدو سره د هغوي د حق خبره كول وي ځكه چې هلته خراب وي نو د هغې اثرات هم په پاكستان پريوځي۔
ډېډ لاك نه ډائيلاګ٬مخاصمت نه مفاهمت څخه به كار اخستل وي٬د پارليمان قامي سلامتيا كمېټۍ كښې به د خط په معامله ان كيمره بريفنګ وركولې شي٬نوې ټاكلې شوي وزيراعظم شهباز شريف قامي اسمبلۍ كښې خطاب
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ